میزان 15, 1402 17:43 Asia/Kabul
  • افغان کرېکټ لوبډلې د هانګژو اسیايي جام کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د چین په هانګژو کې د اسیایي لوبو په ترڅ کې افغان لوبغاړو د سپين زرو لومړی میډال ترلاسه کړ.

دا میډال د افغان ابدالیانو د کرکټ لوبډلې ته وروسته تر دې ورکړل شو، چې په پای لوبه کې باران وشو.

نن په پایلوبه کې د سرو زرو د میډال پر سر افغان لوبډلې له هند سره لوبه کوله، چې په اتلس اعشاره دوه اووره کې افغان لوبغاړو یوسل او دولس منډې جوړې کړې، خو د باران له امله نوره لوبه ونه شوه.

په تېرو لوبو کې د هند اوسط لوړ و، نو د سروزرو میډال هندي لوبغاړو ته وسپارل شو او په اسیایي لوبو کې د افغانستان کرکټ الف لوبډلې ته د سپین زور میډال ورکړل شو.