میزان 13, 1402 12:57 Asia/Kabul
  • د کرکټ نړیوال جام پيل؛ لومړۍ لوبه د انګلنډ او نیوزلنډ ترمنځ ده

د ۲۰۲۳ کال د کرکټ د نړیوال جام لومړۍ لوبه نن د انګلستان او نیوزیلند تر منځ کېږي. تمه ده د دوی نننۍ لوبه د هند په احمداباد ښار کې وشي.

انګلستان په ۲۰۱۹ کال کې د نیوزیلند په وړاندې د نړیوال جام پایلوبه ګټلې وه.

افغانستان د شنبې په ورځ له بنګله دېش سره لوبه کوي. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان حشمت شهیدي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: « اصلي سفر مو د شنبې په ورځ د اکتوبر په ۷مه د بنګلدیش پر وړاندې پیل کیږي. د تل په څیر مو خپلو دعاګانو کې یاد ساتئ.»

د افغانستان دا لوبه د هند په درمشالا کې ده. افغان لوبغاړي وار د مخه دغه ښار ته رسېدلي دي.

افغانستان د نړیوال جام تر رسمي لوبو مخکې دوې تمریني لوبې هم لرلې، باران یې له جنوبي افریقا سره تمریني لوبه لغوه کړه خو په دویمې تمریني لوبې کې یې سري لانکا ته ماتې ورکړه. رحمان الله ګربز په کې سلیزه وکړه او محمد نبي څلور لوبغاړي اوټ کړل.

د کرکټ د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون لس لوبډلې ګډون لري. افغانستان د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې یوازینۍ لوبډله وه چې خپلې ټولې نهې لوبې یې وبایللې.