میزان 13, 1402 12:31 Asia/Kabul
  • نن هندوستان د کریکټ د پنځوس اوره نړیوال جام کوربه دی

کریکټ د یو ورځنیو یا پنځوس اوره لوبو نړیوال جام نن په هند کې پیلیږي.

د افغانستان د لوبډلې په ګډون د نړۍ لس غوره ټیمونه دغه جام کې لوبیږي.

د جام لومړۍ لوبه نن د احمد اباد په کریکټ لوبغالي کې د انګلستان او نیوزلند ترمنځ ده.

افغانستان په دې جام کې خپله لومړنۍ لوبه د شنبې په ورځ له بنګله دیش سره کوي او د اکتوبر په ۱۱مه له هند سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

د کریکټ نړیوال جام به د نومبر میاشتې تر نولسمې نیټې پورې دوام کوي.