میزان 11, 1402 13:16 Asia/Kabul
  • کرکټ نړیوال جام؛ نن افغانستان او  سرېلانکا دویمه تمریناتي لوبه لري

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن ماسپښین یوه بجه په هند کې د نړیوال جام په درشل کې په خپله دویمه تمریناتي لوبه کې د سریلانکا له لوبډلې سره مخامخ شي.

د افغانستان او جنوبي افریقا لومړۍ تمریناتي لوبه د باران له امله لغوه شوې وه.

اخوا د افغانستان کرکټ بورډ د نړیوال جام په درشل کې د افغان لوبډلې لپاره یو لارښود روزونکی هم ټاکلی دی.

د کرکټ بورډ د بیان په اساس د هند د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان اجی جدیجا به د نړیوال جام د سیالیو پر مهال له افغان لوبغاړو سره د یوه مینټور یا لارښود په صفت دنده ترسره کړي.

د کرېکټ نړیوال جام به د اکټوبر په پنځمه نېټه د انګلستان او نیوزیلنډ تر منځ له لوبې سره پیل شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د نړیوال جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د اکټوبر په اوومه د بنګله دیش پر وړاندې ترسره کړي.

په نړیوال جام کې د نړۍ لس غوره لوبډلې برخه اخلي.