میزان 11, 1402 13:04 Asia/Kabul
  • د افغانستان کرکټ بورډ: اجي جدیجا د ملي لوبډلې سلاکار روزونکی ټاکل شوی

افغانستان د هند د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی اجی جدېجا د افغانستان مشاور روزونکی وټاکه.

د روانې اکټوبر میاشتې په ۲مه نېټه د کرکټ بورډ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، د هندوستان ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی اجی جدیجا چې د کرکټ لوبې د روزنې اوږده مخینه لري د کرکټ په راتلونکي پنځوس اوریز نړیوال جام کې به د افغان ملي لوبډلې د سلاکار دنده ترسره کړي.

د کرکټ له ملي لوبډلې سره سلاکار یا منېټور خورا ارزښتمن روزونکی ګڼل کېږي چې د لوبغالي، مقابلو لوبډلو، آب او هوا او د لوبې د بېلابېلو حالتونو د ښه لوبولو، درک کولو او پېژندلو په تړاو د لوبډلې مشر روزونکي او لوبډلمشر ته مشورې ورکوي.

اجی جدېجا په ۱۳ نړۍوالو لوبو کې د هندوستان ملي لوبډلې لوبډلمشري کړې، چې ۸ لوبې یې ګټلي او ۵ یې بایللې دي.اجی جدېجا تر ۲۰۰۰ کاله پورې د هند د ملي لوبډلې غړی و او د هند مډل ارډر توپ وهوونکی هم و، چې سلګونه نړۍوالې لوبې یې کړې دي.

‏اجی جدېجا د هند په کورنیو سیالیو کې د ډیلي لوبډلې روزونکی هم پاتې شوی او په وروستیو کې بیا د لوبو مبصر شو.