د هانګزو اسيايي لوبې؛ د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډلې په دویمه لوبه کې جاپان ته ماتې ورکړه
د هانګزو د اسيايي لوبو د کرېکټ سياليو لپاره د نن ورځې اچونه ترسره شوه. ددغې پچې اچونې پر اساس په پام کې ده چې افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د سريلانکا له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه د دوه زره دروېشتم کال د اکټوبر په څلورمه نېټه د هانګزو په کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي
په نورو دریو لوبو کې به سبا هند له نیپال او پاکستان له هانګ کانګ سره لوبه کوي او بله ورځ به د افغانستان له لوبې وروسته د بنګله دېش لوبډله له مالیزیا سره لوبه وکړي.
د افغانستان لوبډله چې د ابدالیانو په نوم یادیږي، که د سريلانکا لوبډلې ته ماته ورکړي، کولای شي نیمه پایلوبې ته لار پيدا کړي، دغې لوبډلې ته لازمه ده چې په دوو نورو سیالیو کې هم ښه وځلېږي.
ټاکل شوي چې ګټونکې لوبډلې په نیمه پایلوبه کې د سرو زرو مډال ګټولو په موخه او بایلونکې لوبډلې به د دریم مقام د ګټلو په موخه هڅه او سيالۍ وکړي.