میزان 10, 1402 12:27 Asia/Kabul
  • افغان ښځینه والیبال ملي لوبډلې  په هانګژو کې دویمه لوبه هم وبایلله

تیره ورځ د افانستان د ښځو والیبال ملي لوبډلې د چین په هانګژو اتلولیو کې په خپله دویمه لوبه کې جاپان ماتې وخوړه.

د جاپان والیبال لوبډلې له اول تر دریم سېټ پورې په ترتیب سره په ٢-٢٥، ۰-٢٥ او ٥-٢٥ نتیجو افغان لوبډلې ته ماتې ور کړه.

د افغانستان د ښځو والیبال ملي لوبډله په ډي ګروپ کې له قزاقستان، هانګ کانګ او جاپان سره هم لوبډلې ده.

د افغانستان دې ملي لوبډلې پرون له قزاقستان ماتې خوړلې وه.

د دې لوبډلې راتلونکې لوبه سبا له هانګ کانګ سره ده.

د افغانستان د ښځو والیبال لوبډله د هانګژو اسیایي سیالیو کې په داسې حال کې لوبیږي، چې د تمریني اسانتیاوو د نشتوالي له امله لا د مخه ناهیلې وه.