میزان 08, 1402 15:44 Asia/Kabul
  • د کرکټ پنځوس اووره نړیوال جام؛ بغیر  له افغاننستان  ۵ نور هېوادونه سره لوبیږي

د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ د کرکټ پنځوس اووره نړیوال جام تمریناتي سیالي د ورښت له امله ځنډېدلې ده.

ټاکل شوې وه، چې دغه سیالي نن جمعه د کابل پر وخت ماسپښین یوه بجه د هندوستان د کیرالا ایالت په ورزشي میدان کې وشي.

دغه راز نن د پاکستان او نیوزیلینډ او بنګله دېش او سریلانکا ترمنځ هم تمریناتي سیالۍ شته، چې دواړه پیل شوي دي.

باید وویل شي چې افغانستان به د سې شنبې په ورځ خپله دویمه تمریناتي سیالي له سرېلانکا سره کوي.