میزان 08, 1402 13:57 Asia/Kabul
  • اسيايي لوبې؛د افغان ښځو والیبال لوبډله  نن له قزاقستان سره لوبیږي

د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډله به نن په اسیایي سیالیو کې له قزاقستان سره لوبه وکړي.

دغه لوبه د چین په هانګژو کې د یادو ټيمونه لومړۍ لوبه ده.

په اسیايي لوبو کې د افغانستان په استازیتوب هغو نجونو برخه اخیستې، چې بهر اوسیږي ځکه طالبانو په دې سیالیو کې د افغانستان دننه هیڅ نجونو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړې.

په ورته وخت کې کیمیا یوسفي د افغانستان په استازیتوب د ۱۰۰ متره ځغاستې په لوبو کې نهم/وروستی ځای خپل کړی دی.

هغې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي په دې سیالیو کې د مقام په نسبت هغې ته په دې سیالیو کې د افغان نجونو استازیتوب مهم وو.

د کیمیا یوسفي په ګډون ۱۷ ښځینه ورزشکارانو د افغانستان په استازیتوب په اسیایي سیالیو کې ګډون کړی دی.