میزان 05, 1402 14:08 Asia/Kabul
  • اسیايي لوبې؛ محمد خالد هوتک خپل هندي حریف مات کړ

د چین په اسیاسي لوبو کې افغان ووشو لوبغاړي محمد خالد هوتک خپل هندي حریف مات کړ او درېیم مډال یې وګاټه.

د اسيايي لوبو د تنظيموونکې کمېټې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ووشو لوبغاړي محمد خالد هوتک په ٧٠ کيلو ګرام وزن کې د کوارټر فاينل دور په یوه سیالي کې خپل هندی سیال د پښې په یوې ضربې سره ناک اوټ کړ.

هوتک د برنزو د مډال د ګټلو سربېره سیمي فاینل ته لار وکړه او تمه ده هلته له چینایي لوبغاړي سره لوبه وکړي.

خالد هوتک تر دې مخکې قزاقستانی سیال وهلی و.

تمه ده هوتک نن له چینایي سیال سره په نیمه پایلوبه کې مخ شي.

هوتک له تېر اسیايي المپیک هم د برنزو مډال ګټلی و.

د هوتک تر څنګ په ووشو کې نصرت حبیبي هم د برنزو مډال ګټلی او د تکواندو د ملي ټیم لوبډلمشر محسن رضايي هم د برنزو مډال خپل کړی دی.

دې دور اسیايي لوبو کې شاوخوا ۸۰ افغان هلکان او نجونې ګډون لري.