کرېکټ؛ افغان لوبډله ۲۰۲۳ کال نړیوال جام سیالیو لپاره هند ته رسېدلې
میزان 04, 1402 12:52 Asia/Kabul
د راتلونکي پنځوس اوریز نړیوال جام په موخه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له عربي متحده اماراتو څخه هندوستان ته ولاړه
د کرېکټ بورډ په وینا، افغان لوبغاړي عربي متحده اماراتو کې له لس ورځني تمرین وروسته نن ماښام نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه هند ته روان شوي.
بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه د لوبغاړو ځینې انځورونه هم خپاره کړي، چې د خدای پامانۍ لپاره راټول شوي وو.
په غونډه کې د لوبغاړو تر څنګ د کرېکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف هم ګډون کړی و.
" افغان ملت له تاسې ډيرې تمې لري او هیله ده چې په خپلو غوره لوبو سره افغان ملت ته ویاړ ور وبخښئ "
د ویلو ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به تر رسمي لوبو وړاندې راتلونکې جمعه د سپټمبر میاشتې په ۲۹مه نېټه خپله لومړۍ تمریناتي سیالي د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کړي.