د اسیا په المپیکي سیالیو کې د افغان ورزشکارانو ګډون
میزان 03, 1402 17:24 Asia/Kabul
د چین په اسیايي لوبو کې ۸۴ افغان ورزشکارانو ګډون کړی.
د چين هېواد په هانګ جو ښار کې د اسيا المپيکي سياليو د نولسم پړاو پرانيسې مراسم ترسره شول، چې د ۴۵ اسيايي هېوادونو ورزشکارانو او د المپيک ملي کمېټې استازو ګډون کړی.
له افغانستان څخه هم په دې مراسمو کې ۸۴ ورزشکارانو او د افغانستان د المپيک ملي کمېټې استازو شتون درلود.
د چين هېواد د مسولينو په يادو سيالیو کې د ګډونوالو هرکلی کړی او هم يې زياته کړې، چې ورزش د ملتونو او هېوادونو ترمنځ د يووالي بهترينه وسيله ده.
د یادونې وړ ده چې د يادو سياليو د پيل له مراسمو څخه وروسته به د افغان ورزشکارانو لوبې هم پیل شي، چې په ۱۵ مختلفو رشتو کې به افغان ورزشکاران سيالۍ ترسره کړي.