په ننګرهار کې د والیبال سیالیو پای او هملمند کې د فوټبال سیایلو پیل
میزان 03, 1402 17:14 Asia/Kabul
د ننګرهار ولایت د ورزش ریاست له لوري د بهسودو ولسوالۍ د والیبال منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ چې د دې ولسوالۍ د ۱۶لوبډلو ترمنځ ۱۲ ورځې وړاندې پیل شوې وې، د تعمیراتو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د تعمیراتو او نجارانو لوبډلو ترمنځ وشوه چې د تعمیراتو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
په ورته وخت کې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ځوانو استعدادنو راټولولو په نوم د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د استقلال او څپاند لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې څپاند لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.