میزان 03, 1402 17:05 Asia/Kabul
  • افغان لامبو وهونکي د تاجکستان په ګډون دریو هېوادونو ته ماتې ورکړه

افغان لامبو وهونکي فهیم انوري د آسیایي لوبو د لامبو وهلو سیالیو په فري سټیال کې تاجکستان او ټي. اېل. سي او برسټ سټروک سټیال کې قطر، پاکستان او مالدیف ته ماتې ورکړه.

افغان لامبو وهونکي فهیم انوري د آسیایي لوبو د لامبو وهلو سیالیو په فري سټیال کې تاجکستان او ټي. اېل. سي او برسټ سټروک سټیال کې قطر، پاکستان او مالدیف ته ماتې ورکړه.

فهیم انوري په فري سټایل کې د ۵۰ مترو په اندازه د تاجکستان او ټي اېل سي ورزشکارانو ته ماتې ورکړه او په برسټ سټروک کې یې د ۱۰۰ مترو په اندازه کې د قطر، پاکستان او مالدیف هېوادونو ورزشکارانو ته ماتې ورکړه.

نوموړی به خپلې دوې راتلونکې سیالۍ د روانې میاشتې په ۲۸ مې او ۲۹ مې نېټې ترسره کړي.

‏دغه سیالۍ په چین کې د آسیايي لوبو په چوکاټ کې د ۴۵ هېوادونو د ۱۲ زره ۵۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په ۴۰ ورزشي رشتو کې ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د تکواندو په برخه کې افغان ورزشکارانو د تکواندو، ووشو او رګبي په برخه کې هم خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې وې.