میزان 03, 1402 17:02 Asia/Kabul
  • په هانګزو اتلولیو کې افغان رګبي  ملي لوبډلې نیپال ته ماتې ورکړه

د افغانستان رګبي ملي لوبډلې د هانګژو اتلولیو په خپله دریمه سیالۍ کې د صفر په مقابل کې د ۴۱ امتیازونو لرلو سره نېپال ته ماتې ور کړه.

افغانستان د لومړي په لومړۍ نیمايي په ۰-۱۹ وګټله او دویمه نیمايي کې یې پرېکند بری وګاټه.

لوبڅار په دې سیالۍ کې د نېپال د رګبي ملي لوبډلې دوو لوبغاړو ته زېړ کارت ور کړ.

د افغانستان رګبي لوبډلې نن درې سیالۍ درلودې، خو په لومړیو دوو کې یې له چین او متحده عربي اماراتو ماتې وخوړه.

افغانستان د دریمې لوبې په ګټلو او د نېپال په ماتولو سره راتلونکو ورځو کې له نهم تر ۱۳ مقام خپلولو لپاره نورې سیالۍ لري.

د پلان له مخې افغان رګبي لوبډله سبا له خپلواکو ورزشکارانو سره لوبه لري.