میزان 03, 1402 16:42 Asia/Kabul
  • د هانګژو اسيايي لوبې؛ محسن رضايي د برونزو مډال وګاټه

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې لوبډلې لوبغاړي محسن رضايي د چین په اسیايي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه.

د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې لوبډلې لوبغاړي محسن رضايي د چین په اسیايي لوبو کې د تکواندو د ۵۸ کیلوګرامو په سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه.

هغه له تاجکستان، جاپان او قزاقستاني سیالانو ته ماتې ورکړه، خو په څلورمه لوبه کې یې خپل کوریايي سیال څخه یې ماتې وخوړه.

رضايي وايي، چې په څلورمه لوبه کې يې د ګوته ماتې شوې او "ښه کارکردګي" نه شي کولی.

د رضايي مډال د هانګژو په اسيايي لوبو کې د افغان ورزشي کاروان لومړی مډال دی.