محمد خالد هوتک خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړه
میزان 03, 1402 16:39 Asia/Kabul
د چین په اسيايي سیالیو کې د افغانستان د ووشو لوبغاړي محمدخالد هوتک خپل سیال ته ماتې ورکړې ده.
د هېواد د ووشو دغه لوبغاړي د چین په اسیايي سیالیو کې په ۷۰ کیلوګرامه وزن کې لوبه وکړه چې له درې رونډونو وروسته د خپل سیال پر ماتولو بریالی شو.همداراز د چین هېواد د هانګژو ښار په کوربتوب د ۴۵ هېوادونو ترمنځ اسیایي المپیکي سیالیو کېد افغانستان د رګبي ملي لوبډلې د نیپال ملي لوبډلې ته ۴۱-۰ ماتې ورکړه.دغه سیالۍ په چین کې د اسیايي لوبو په چوکاټ کې د ۴۵ هېوادونو د ۱۲ زره ۵۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په ۴۰ ورزشي رشتو کې ترسره کېږي،د یادونې وړ ده، چې تر اوسه له افغانستان څخه د ۱۵ رشتو تر ۸۰ زیاتو ورزشکارانو په کې ګډون کړی.