د چين ولسمشر په هانژو ښار کې نن د اسيا د المپيک سيالۍ افتتاح کوي
میزان 02, 1402 12:56 Asia/Kabul
له اوږده ځنډ وروسته د چین ولسمشر شي جینپنګ به نن د دغه هیواد په هانژو ښار کې د اسیاد المپیک لوبې پرانیزي.
دا لوبې د چین د کورونا د سختو تدابیرو له امله یو کال وځنډیدې.
په اسیایي لوبو کې به د پنځه څلویښت هیوادو تر دولس زره ډېر لوبغاړي برخه واخلي او څلوېښت بېلابېلې لوبې به ترسره شي.