میزان 02, 1402 12:52 Asia/Kabul
  • د کرکټ نړیوالې شور؛ د نولس کلنو ځوانانو د  راتلونکي نړیوال جام نېټې او لوبډلې معلومې کړې

د کرکټ نړیوالې شورا د نولس کلنو ځوانانو ترمنځ د راتلونکي نړیوال جام نیټې، لوبډلې او ګروپ بندي اعلان شوه.

په اعلان شوې ګروپ بندۍ کې افغانستان په ډي ګروپ قرار لري او د ګروپ نورې لوبډلې یې پاکستان، نیوزیلنډ او نيپال دي.

یاد جام به د ۲۰۲۴ ز کال د جنورۍ میاشتې ۱۳مه نېټه د سریلانکا هېواد په کوربتوب پيل شي.

دا ځل د نولس کلنو ځوانانو په نړیوال جام کې ۱۶ لوبډلې په څلور بېلابېلو ګروپونو کې سره سیالۍ کوي.

د ویلو ده چې تېر نړیوال جام کې په ویسټ اینډیز کې ترسره شوی و چې افغانستان په نیمه پایلوبه کې انګلستان ته سیالي بایللې وه.