د چين د هانګزو اسیايي لوبو لپاره افغان ابدالیان لوبډله اعلان شوه
د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د ۱۹م پړاو اسیايي سیالیو لپاره د ګلبدین نایب په مشرۍ د افغان ابدالیان لوبډلې نوملړ وټاکه.
افغان کرکټ بورډ په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه د چین په هانګزو ښار کې پیل شي او د اکټوبر تر اوومې نېټې به دوام وکړي.
په اعلان شوې لوبډله کې ګلبدین نایب لوبډلمشر او شهزادمحمدي مرستیال لوبډلمشر دی.
دغه راز په دې لوبډله کې نورعلي ځدراڼ، ذبید اکبري، شرف الدین اشرف، سیداحمدشېرزاد، شاهدالله کمال، کریم جنت، صدیق الله اتل، فریداحمدملک، قیس احمد، افسرځاځی او وفي الله تره خیل شامل شوي دي.
د یادو سیالیو په تړاو کرکټ بورډ لیکلي: "د دغو سیالیو د اصولو له مخې به افغان ابدالیان لوبډله وار له مخه په کوارټر فاینل پړاو کې شتون لري چې د راتلونکې اکټوبر میاشتې په درېیمه او څلورمه نېټه به ترسره شي. دغه راز به د دغو سیالیو نیمه پایلوبې د اکټوبر میاشتې په شپږمه او پایلوبه به یې د همدې میاشتې په اوومه نېټه ترسره شي. د دې ترڅنګ به د دریم مقام لپاره سیالۍ، چې د برونز میډال د ترلاسه کولو لپاره به ترسره کېږي، هم په همدې اوومه نېټه په هانګزو ښار کې وشي."
همدارنګه په یاده خبرپاڼه کې د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان له قوله لیکل شوي، هڅه یې دا ده چې د افغانستان الف لوبډلې ته لا زیاتې نړیوالې سیالۍ برابرې کړي.
نوموړي د چين اسیايي سیالۍ هم یوه ښه موقع بللې چې افغان لوبغاړي په کې خپلې وړتیاوې وښيي.
خبرپاڼه وايي، د یادو سیالیو د کوارټرفاینل پړاو به د اکتوبر په درېیمه او څلورمه نېټه ترسره شي.
د نیمه پایلوبو لپاره د اکټوبر شپږمه نېټه ټاکل شوې او پایلوبه د همدې میاشتې په اوومه نېټه ترسره کېږي.
باید وویل شي چې افغانستان په لومړي ځل په اسیايي سیالیو کې په ۲۰۱۰ کال برخه اخیستې وه چې په پایلوبه کې یې بنګلهدېش ته سیالي بایللې وه.