د افغانستان د کرېکټ ستور راشد خان کلیزه
سنبله 30, 1402 09:49 Asia/Kabul
د کرکټ په ډګر کې مشهور ستوری راشدخان ارمان پنځه ویشت کلن شو.
راشد خان د افغانستان د کرېکټ ځوان، تکړه او بریالی لوبغاړی دی.راشدخان د ١٩٩٨ کال د سېپټمبر په ٢٠مه د ننګرهار ولایت د شینوارو په اچین ولسوالۍ کې زېږېدلی.
نوموړي تر دې مهاله د افغانستان د ١٩ کلنو او د هېواد په ملي لوبو کې لوبېدلی دی.راشدخان له هېواده بهر هم د هند، پاکستان، بنګله دېش او د اسټرالیا هېوادونو په سترو سوداګریزو لیګونو کې لوبېږي.راشدخان شپږ وروڼه او څلور خویندې لري او کرېکټ یې په ماشومتوب کې له خپلو وروڼو زده کړی و.راشد ارمان لومړنی افغان لوبغاړی دی، چې نوم یې د ګېنس په کتاب کې راغلی.راشد خان له دوولسم ټولګي فارغ شوی؛ خو وایي چې د بوختیا له کبله یې لوړې زدهکړې نه دي کړې.
راشدخان تر دې مهاله کوژده نه ده کړې.