د هانګژو اسیایي سیالۍ؛د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې په دویمه لوبه کې هم ماتې وخوړه
سنبله 30, 1402 09:43 Asia/Kabul
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د هانګژو اسیايي سیالیو پر دوام، د فلېپین پر وړاندې د ۳-۰ ماتې وخوړه.
افغاتستان په لومړي سېټ کې د ٢٣-٢٥، دویم سېټ کې د ١٦-٢٥ او درېیم سېټ کې یې د ١٢-٢٥ په توپیر ماتې وخوړه.
دغې لوبډلې په تېره سیالۍ کې هم د جاپان پر وړاندې درې پر صفره ماتې خوړلې وه.
د هانګژو په اسیایي سیالیو کې د افغانستان د والیبال ملي لوبډله په اېف ګروپ کې د جاپان، فلیپین او اندونیزیا سره همډله ده.
دغه لوبډله د ډلهییزې لړۍ په وروستۍ لوبه کې نن د اندونیزیا پر وړاندې لوبېږي.