د کرکټ د ۲۰۲۳ نړیوال جام رسمي سرود خپور شو
سنبله 29, 1402 13:35 Asia/Kabul
د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام رسمي سرود خپور کړ.
دغه سندره چې نوم یې 'دل جشن بولی' دی، هندي اداکار رنویر سنګ هم په کې لیدل شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام سیالۍ به په هندوستان کې پیل شي چې د اکټوبر په ۵ مه نیټه به د دفاعي اتلې لوبډلې انګلستان او د تیرې سیالۍ د پایلوبې لوبغاړي یعنې نیوزیلینډ ترمنځ لوبه ترسره شي.