د النصر او پرسپولی فوټبال لوبډلې په تهران کې سیالۍ کوي
سنبله 28, 1402 12:57 Asia/Kabul
د نړۍ د پېژندل شوي فوټبالر کریسټیانو رونالډو لوبډله النصر په تهران کې له پرسپولیس ټیم سره لوبه کوي.
د دوی لوبه د تهران په ازادي سټډیوم کې د ننداره چیانو له حضور پرته ترسره کېږي.
له رونالډو څخه په تهران کې د هغه زرګونه مینهوالو ډېر تود او له شور ډک هرکلی وکړ.
د پرسپولیس د ټيم مدیر هغه ته دوه ورېښمنۍ غالۍ ډالۍ کړې
د عربستان د فوټبال لیګ النصر او د ایران د فوټبال د مخکښ ټیم پرسپولیس لوبه د اسیا د اتلولۍ جام په دور کې ترسره کېږي.
رونالډو په نړیواله کچه له خاص محبوبیت او شهریت برخمن دی او له النصر ټيم سره تر یوځای کېدو وروسته یې په سیمه کې لا مینهوال زیات شوي.