د نړیوال جام ځینې ځانګړي، په زړه پورې احصایې
په یاد ولرئ چې هندوستان په ټولیز ډول د څلورم ځل لپاره د دې سیالیو کوربه توب کوي.
هند په ټولیزه توګه د څلورم ځل لپاره د نړیوال جام کوربه توب کوي، هند تر دې مخکې د ۱۹۸۷ او ۱۹۹۶ کال نړیوال جام له پاکستان سره او د ۲۰۱۱ کال نړیوال جام له بنګله دېش سره ترسره کړی دی.
همدا ډول هند په ټولیز ډول د څلورم ځل لپاره کوربه دی، انګلستان لومړنی هېواد دی چې په ۱۹۷۵ کال کې یې د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام کوربه توب وکړ او د ویسټ انډیز لوبډله وتوانېده چې دغه نړیوال جام وګټي.
اسټرالیا یوازینۍ لوبډله ده چې تر ټولو زیات پنځه ځله یې نړیوال جام ګټلی دی.
که د کرکټ د نړیوال جام په اړه خبرې وکړو، نو اسټرالیا په نړۍ کې یوازینۍ کرکټ ملي لوبډله ده چې تر ټولو زیات یعنې ۵ نړیوال جامونه یې ګټلي دي.
د ویسټ انډیز او هند لوبډلو دا ویاړ دوه ځلې ګټلی دی، ویسټ انډیز په ۱۹۷۵ او ۱۹۷۹ کلونو کې پرله پسې دوه نړیوال جامونه ګټلي دي.