محمد سراج د اسیا جام د لوبې د غوره لوبغاړي نقدې پیسې د میدان کارکوونکو ته ورکړې
سنبله 27, 1402 16:58 Asia/Kabul
د اسیاجام په پایلوبه کې تباه کوونکي لوبغاړي محمد سراج چې د لوبې غوره لوبغاړی شو، د غوره لوبغاړي نقدي چک یې د میدان کارکوونکو ته ورکړ.
د لوبې په پای کې، کله چې سراج د لوبې د غوره لوبغاړي په توګه د پنځه زره (۵۰۰۰) امریکایي ډالرو چک ورکړل شو، هغه د میدان کارمندانو ته ورکړ.
محمد سراج ویلي دي چې، دا جایزه د میدان لوبغاړو ته ورکول کيږي، که دوی نه وای دا لوبلړۍ به شونې نه وه. دوی ډېر حقداره خلک دي.
د اسیا جام ۲۰۲۳ کال د پاکستان او سریلانکا په کوربه توب د هند په بریا پای ته ورسېد، د ټورنمنټ ۴ لوبې په پاکستان او ۹ لوبې په سریلانکا کې ترسره شوې.