سنبله 25, 1402 12:16 Asia/Kabul
  • بنګله دېش هند ته د۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه

بنګله دېش د اسیا جام سوپر فور پړاو په وروستۍ لوبه کې هند ته په ۶ منډو ماتې ورکړه.

په کولمبو کې د اسیا جام سوپر فور پړاو پای لوبه کې پچه هند وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. بنګله دېش لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۵ منډې جوړې کړې.

د ۲۶۶ منډو هدف په تعقیب د هند ټوله لوبډله په ۲۵۹ منډو وسوځېدله، د هند لپاره شبمن ګیل ۱۲۱ منډې وکړې. اکشر پټېل ​​په ۴۲، سوریا کمار یادو ۲۶ او کی ایل راهول په ۱۹ منډو وسوځېدل.

د بنګله دېش له لوري مستفیض الرحمن ۳، سرګن حسن او مهدي حسن ۲، ۲ لوبغاړي او شکیب الحسن او مهدي حسن میراز ۱، یوه وېکټه واخیسته.

بنګله دېش لومړی توپ وهنه وکړه، د بنګله دېش لومړني څلور توپ وهونکي ژر پویلین ته ستانه شول، خو کپتان شکیب الحسن ۸۰ او توحید هردوي ۵۴ منډې وکړې.پیلیز توپ وهونکي تنزید حسن ۱۳، لیټن داس صفر، مهدي حسن میراز ۱۳ او انعام الحق یوازې ۴ منډې وکړې.

د هند لپاره شاردل تاکور ۳، ​​محمد شامي ۲ او اکشر پټېل، رویندرا جدیجا او پارسید کرشنا یوه یوه وېکټه واخیسته.