د ډیوس کپ فاینل: فرانسې سویس ته ۳ پر صفر په توپیرماته ورکړه
سنبله 25, 1402 12:04 Asia/Kabul
فرانسې لوبډلې د ډېوېس کپ فاینل په ب ګروپ کې له یو اړخیزې مقابلې وروسته سویس ته د درې پر صفر سره ماتې ورکړه.
د ډیویس کپ فاینل د ب ګروپ په مهمه لوبه کې چې د مانچسټر په ارینا کې ترسره شوه، فرانسوي ټینس لوبغاړي اډرین مانارینو د نارینه وو په سیالیو کې خپل سیال سویس لوبغاړي ډومینیک سټروکر ته په ۶-۳، ۱-۶ او ۴-۶ ماتې ورکړه.
د نارینه وو په دویمه سیالۍ کې د فرانسې هوګو همبرټ په زړه پورې لوبه وکړه او د سویس سټین واورینکا ته یې په مستقیم سیټونو کې ۴-۶ او ۴-۶ ماتې ورکړه او خپله لوبډله یې د سویس پر وړاندې ۰-۲ مخکښه کړه.