لیونل میسي د میلیونونو روپیو په ارزښت نوی کور اخیستی
سنبله 22, 1402 17:18 Asia/Kabul
لیونل میسي د نړۍ یو له بډایه لوبغاړو څخه دی او دا مهال په امریکا کې د انټر میامي لوبډلې لپاره لوبیږي.
همدا لامل دی چې نوموړي د امریکا په فلوریډا ایالت کې د میلیاردونو روپیو په ارزښت کور اخیستی دی. د لس زره څلور سوه شپږ اتیا مربع فوټه پراخه کور په فورټ لاډرډیل ، فلوریډا کې ۸ د خوب خونې ، څو تشنابونه ، ۳ ګراجونه او یو د لامبو ډنډ لري.
لیونل میسي او مېرمنې یې دغه کور په ۱۸ میلیونه ډالرو (د ۳ میلیارده ۲۲ میلیونه پاکستانۍ کلدارو) په بدل کې اخیستی دی. دا کور په ۱۹۹۸ کې جوړ شوی و او په محلي ډیزاین مجله کې نندارې ته ايښودل شوی و.