سنبله 22, 1402 16:50 Asia/Kabul
  • اسیا جام: که د پاکستان او سریلانکا لوبه کې باران وشي، کومه لوبډله به له هند سره پایلوبه لوبه کوي؟

د اسيا جام يو ورځنيو سياليو کې د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۴مه نېټه د پاکستان او سريلانکا تر منځ ستره لوبه کېږي، چې پرېکړه به يې دا وي چې د سږ کال سياليو پايلوبه د هند پر وړاندې څوک کوي.

د سه شنبې په ورځ د هند او سریلانکا ترمنځ لوبه وشوه، چې په کې هند د لنکن ټایګرز لوبډلې ته په ۴۱ منډو ماتې ورکړه، چې له دې وروسته د پاکستان پایلوبې ته د رسېدو چانس ډېر شو.

اوس که د پاکستان او هند تر منځ د اسیا جام ّایلوبه وي نو لومړی باید پاکستان سریلانکا ته ماتې ورکړي.

خو د پاکستان د مینه والو په ګډون د پاکستان د ملي لوبډلې پر سر د خطر ورېځ پرته ده ځکه چې دا لوبه هم په کولمبو کې ټاکل شوې ده چې ترسره شي او هلته د سپټمبر په ۱۴ مه د باران احتمال ۸۶ سلنه دی.

اوس پوښتنه پیدا کیږي چې که د پاکستان او سریلانکا ترمنځ د لوبې پر مهال باران وشو او لوبه ترسره نه شي، کومه لوبډله به فاینل ته ورسیږي؟ مخکې له دې چې د دې پوښتنې په ځواب پوه شئ، راځئ چې د نومرو جدول ته یو نظر واچوو:

Image Caption

هند د پوائنټونو سره پایلوبې ته لاره موندلې ده، بنګله دېش د سیالۍ نه بهر دی، سریلانکا او پاکستان دوه دوه پواینټونه لري.

که د باران له امله لوبه ونه شي نو څه به وشي؟

باید وګڼل شي، چې که په دغه نیمه پایلوبه کې پرله پسې باران دوام وکړي او لوبه ونه شي، نو پاکستان او سریلانکا ته به یویو پواینټ ورکړل شي. په دې توګه به دواړه درې درې پواینټونه ترلاسه کړي، خو د ښه رن رېټ له امله به سریلانکا بریا ترلاسه کړي او پایلوبې ته به ووځي.

بل خوا په سوشل ميډيا يو شمېر کاروونکي دا پوښتنه هم راپورته کوي چې د سيمي فائنل حالت باوجود د سري لنکا او پاکستان ترمينځه د ميچ لپاره کومه ريزروډ ورځ نه ده ساتل شوې۔

د DLS پایلو پراساس د یوې لوبې لپاره، دواړه ټیمونه باید لږترلږه ۲۰ اورونه ولوبوي.

د اسیا جام د پاتې سیالیو مهالویش:

د سپټمبر ۱۴: پاکستان د سریلانکا په وړاندې (کولمبو)

د سپتمبر ۱۵: هند د بنګله دیش په وړاندې (کولمبو)

د سپتمبر ۱۷: پایلوبه(کولمبو)