روهیت شرما په یو ورځنیو لوبو کې لس زره منډې پوره کړې
سنبله 22, 1402 16:11 Asia/Kabul
د هند لوبډلې لوبډلمشر روهیت شرما په یو ورځنیو لوبو کې ۱۰ زره منډې پوره کړې او یو مهم پړاو یې پوره کړ چې تر ټنډولکر هم مخکې شو.
روهیت شرما د سه شنبې په ورځ د اسیا جام په سوپر فور پړاو کې د سریلانکا پر وړاندې په لوبه کې دا کارنامې ترسره کړې، د هند کپتان هغه غوره هندي توپ وهونکی دی چې په یو ورځني کرکټ کې ۱۰ زره منډې پوره کوي.
د هند لوبډلمشر روهیت شرما په یو ورځنیو لوبو کې د پاڼیو له مخې د چټکو ۱۰ زره منډو جوړولو دویم لوبغاړی دی او ویرات کوهلي په دغه نوملړ کې لومړی دی.
روهیت شرما د یو ورځنیو لوبو په ۲۴۱ اننګزونو کې ۱۰ زره منډې پوره کړې، او کوهلي دغه کارنامه په ۲۰۵ پاڼیو کې ترسره کړې وه.
روهیت شرما په یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۰۰۰ منډې پوره کړې او د هند پخواني مشهور توپ وهونکي سچن ټنډولکر څخه یې زیاتې منډې جوړې کړې، سچن دغه منډې په ۲۵۹ پاڼيو کې کړي دي.