اسیا جام: هند پاکستان ته د ۲۲۸ منډو په توپير ماتې ورکړه
د اسیا جام سوپر فور پړاو سیالیو کې هند پاکستان ته په ۲۲۸ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
د اسیا جام د سوپر فور پړاو په ریزرو ورځ کې د هند او پاکستان لوبه چې د باران له امله ځنډول شوې وه، بیا پیل شوه.
هند په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۳۵۶ منډې جوړې کړې.
د پاکستان لوبډلې د ۳۵۷ منډو هدف په تعقیب کې ۱۲۸ منډې وکړې، کپتان بابر اعظم په ۱۰ منډو، امام الحق په ۹ منډو، فخر زمان ۲۷ او محمد رضوان د ۲ منډو په جوړولو سره پویلین ته راستون شول.
د هند له لوري اغا سلمان او محمد افتخار په ۲۳، ۲۳ منډو وسوځېدل، شاداب خان ۶ منډې، فهیم اشرف ۴ منډې، کلدیپ یادوف ۵ وېکټې واخیستې.
د هند له لوري ویرات کوهلي ۱۱۶ او کی ایل راهول ۱۱۱ ناسوځېدلې منډې وکړې، کپتان روهیت شرما ۵۶ او شمبان ګیل ۵۸ منډې وکړې. باید و ویل شي، چې په کولمبو کې د دې لوبې پچه پاکستان وګټله او هند ته یې لومړی د توپ وهنې بلنه ورکړه. د یکشنبې په ورځ د باران له امله یوازې ۲۴.۱ اورونه ممکن وو، چې هند د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۷ منډې جوړې کړې.