سنبله 20, 1402 17:32 Asia/Kabul
  • نوواک جوکوویچ خپل روسی سیال مات کړ او تاریخ یې جوړ کړ

د سربیا ټینس ستوری نوواک جوکوویچ خپل روسي سیال ته په پایلوبه کې ماتې ورکړه او د یو ایس اوپن د نارینه وو اتلولي یې وګټله.

نوواک جوکوویچ په لومړي سیټ کې د روسي ټینس لوبغاړي په وړاندې په اسانۍ سره ۳-۶ مخکښ شو، خو په دویمه سیټ کې د روسیې له ډي میدویدیف سره په زړه پورې سیالي وشوه.

په درېيم سیټ کې، د سربیا ټینس ستوری۶-۳ مخکښ شو. نوواک جوکوویچ د روسیې په وړاندې په درې واړو سيټونو کې مخکې شو او په همدې سره يې اتلولي خپله کړه.