د ساف ۱۶ کلنو سیالیو په نیمه پایلوبه کې بنګله دېش پاکستان ته ۱-۲ ماتې ورکړه
سنبله 20, 1402 16:48 Asia/Kabul
دغه سیالۍ د بوتان په تیمفو ښار کې روانې دي چې پاکستان په کې د بنګله دېش له خوا ماتې خوړلې.
د بوتان په تیمفو ښار کې د روانو سیالیو په نیمه پای لوبه کې عبدالغني د لوبې په شپږمه دقیقه کې ګول وکړ او خپلې لوبډلې ته یې د ۱-۰ لوړاوی ورکړ، خو د بنګله دېش په ۱۴مه دقیقه کې مراد علي ګول وواهه چې لوبه ورسره یو په یو مساوي شوه.
د لوبې په ۲۹مه دقیقه کې د بنګله دېش ابو سعید دویم او پرېکنده ګول وکړ او خپلې لوبډلې ته یې ۱-۲ مخکښه ورکړه چې د لوبې تر پایه پاتې همداسې مخکښ وو.
په دې توګه د بنګله دېش لوبډله د ساف د ۱۶ کلنو د اتلولۍ پایلوبې ته رسېدلې ده.
د دغه اتلولۍ پایلوبه به د سپټمبر په ۱۰مه په تیمپو کې ترسره شي.