سنبله 20, 1402 16:37 Asia/Kabul
  • اسیا جام: باران ودرېد، د هند او پاکستان لوبه په احتیاطي ورځ بیا پیل شوه

د هندوستان او پاکستان د ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ چې د باران له امله ځنډېدلې وه نن په احتیاطي ورځ بیا پیل شوه.

د اسیا جام د سوپر فور پړاو په ریزرو ورځ د باران له دریدو وروسته د هند او پاکستان لوبه ناوخته پیل شوه.

د سرچينو له مخې د دوشنبې په ورځ دباران له امله لوبه له يو ساعت او څلويښت دقيقې ځنډ سره پيل شوه. په اوورونو کې کومه کمي نه دی راغلیاو لوبه به بشپړ ٥٠ اوریزه وي.

تر دې وړاندې د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغالي ته له رسېدو سره سم سخت باران پیل شو، چې اوس ولاړ دی. د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی حارث رؤف ټپي شوی، چې د هند پر وړاندې به په ریزرو ورځ کې میدان ته نه کښته کیږي.

باید و ویل شي، چې په کولمبو کې روانه لوبه کې پچه پاکستان وګټله او هند ته یې لومړی د توپ وهنې بلنه ورکړه. پرون د باران له امله یوازې د ۲۴.۱ اورونو لوبه ممکنه وه، چې هند د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۷ منډې جوړې کړې.

د اسیا جام په سوپر فور پړاو کې د پاکستان او هند تر منځ مهمه لوبه د پرله پسې باران له امله وځنډول شوه او د میدان د خرابېدو له امله لوبه د ریزرو ورځې لپاره ځنډول شوه.