د سریلانکا پخوانی توپ اچوونکی سچترا سینا نایکی د میچ فکسنګ په تور نیول شوی
د سریلانکا پخوانی آف سپېنر توپ اچوونکی سچیترا سینانایاکی د میچ فکس کولو په تور د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، سینانایاک پخپله هغه مهال د لنکا پریمیر لیګ برخه نه وه او په هغه تور دی چې په ایل پی ایل کې د ګډون کونکو لوبغاړو سره یې د میچ فکسنګ لپاره تماسونه نیولي دي.
وروسته، دا معلومات د تورنمنټ د فساد سره د مبارزې څانګې چارواکو ته ورکړل شول او بیا د لوبغاړي په وړاندې اقدام پیل شو.
د رسنیو د راپورونو له مخې، محکمې تېره میاشت د تورونو په اړه د پلټنو له پیلېدو وروسته په سینا نایک باندې د سفر بندیز هم ولګاوه، خو د سریلانکا پولیسو د چهارشنبې په ورځ دغه پخوانی آف سپېنر ونیولو.
د سریلانکا د پولیسو په وینا، سینانایاک به په ۲۴ ساعتونو کې محکمې ته وړاندې شي. ۳۸ کلن سینانایاک د سریلانکا لپاره یوه ټیسټ، ۴۹ یو ورځنۍ او ۲۴ شل اوریزې لوبې کړي دي.