سنبله 18, 1402 17:28 Asia/Kabul
  • د کرکټ د نړیوال جام ټرافي د سفر په ترڅ کې افغانستان ته ورسول شوه

د دوه زره درویشتم کال د کرېکټ نړیوال جام چې د دوه ورځني نندارې لپاره افغانستان ته راوړل شوی و، پرون د هېواد د کرکټ بورډ له خوا د افغانستان په یو شمېر تاریخي ځایونو کې نندارې ته وړاندې شو.

دارالامان ماڼۍ، بابربڼ، پغمان ولسوالي او په مزارشریف کې د سخي روضه هغه ځایونه دي چې دغه ټرافي پکې نندارې ته ایښودل شوي ده.د دوه زره درویشتم کال د کرکټ نړیوال جام چې په بېلابېلو هېوادونو کې د سیالیو ترپیلېدو وړاندې نندارې ته وړاندې کېږي، درې ورځې وړاندې له متحده عربي اماراتو څخه کابل ته راوړل شو. دا جام به د هغو هیوادونو د لوبو مینه والو ته وښودل شي چې د دوه زره درویشتم کال د کریکټ نړیوال جام ته یې لار موندلې ده.تر اوسه دغه کپ استرالیا، هند، بحرین، کویټ، فرانسې او ایټالیا ته وړل شوی او د دغو هېوادونو په تاریخي ځایونو کې نندارې ته وړاندې شوی دی.