د پاکستان، بنګله دېش او سریلانکا لوبډلې کولمبو ته روانې شوې
سنبله 16, 1402 16:40 Asia/Kabul
د پاکستان، بنګله دېش او سریلانکا د کرکټ لوبډلې په پاکستان کې له ټاکل شویو لوبو وروسته د لاهور له هوايي ډګر څخه کولمبو ته روان شول.
د پاکستان، بنګله دېش او سریلانکا لوبډلې تېره ورځ شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د چارټرډ الوتنې له لارې کولمبو ته روانې شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ملي لوبډلې په لاهور کې بنګله دېش ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه.
ياده دې وي چې پاکستان د اسيا کپ يو ورځنيو سياليو سوپر فور پړاو ته په برياليتوب سره لاره موندلې ده.
پاکستان به خپله راتلونکې لوبه د سپټمبر په ۱۰مه نېټه په کولمبو کې له هند سره کوي.