سنبله 16, 1402 16:14 Asia/Kabul
  • د سعودي د فوټبال کلبونه ایران ته سفر کوي

د دوه اړخیزو اړیکو ښه کولو په موخه به د سعودي د فوټبال کلبونه به د آسیا چمپینز لیګ کې د لوبېدو لپاره ایران ته سفر وکړي.

کریسټیانو رونالډو، نیمار، کریم بینزیما او د سعودي عربستان د فوټبال کلبونه به د اسیا د اتلانو لیګ د سږني فصل سیالیو لپاره ایران ته سفر وکړي.

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون (AFC) په دې برخه کې د سعودي عربستان او ایران د فوټبال فدراسیونونو ترمنځ د یوه تاریخي هوکړه لیک هرکلی کړی، چې له مخې یې د دواړو هېوادونو لوبډلې د بې طرفه میدان په لټه کې دي او پر ځای یې کولای شي په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې د یو بل کوربه وي.

د اسيا د اتلانو ليګ سيالۍ د اګست په ۲۴مه نېټه ترسره شوې. د اسيا په لوېديځه برخه کې د ايران او سعودي عربستان په ګډون له پنځو ګروپونو څخه په دريو کې به د ایران او سعودي عربستان لوبې ترسره شي.

د رونالډو ټیم النصر به د سپټمبر په ۱۹په تهران کې د پرسیپولس کلب سره لوبه وکړي، د بیرته راستنیدو لوبه به د نومبر په ۲۷ نیټه په ریاض کې ترسره شي.

 د نیمار ټیم الهلال به د اکتوبر په دوه یمه نیټه په ایران کې د نساجي مازندران سره لوبه وکړي، د بنزیما لوبډله الاتحاد به په همدې ورځ له سپاهان سره مخ شي او  په سعودي عربستان کې به د بېرته راستېدو لوبې د دسمبر په ۱۲مه نیټه وي.