سنبله 15, 1402 17:19 Asia/Kabul
  • اسیا جام: بنګله دېش پاکستان ته د ګټلو لپاره ۱۹۴ منډې هدف وټاکه

د اسیا جام سوپر فور پړاو په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش پاکستان ته د ګټلو لپاره ۱۹۴ منډې هدف ټاکلی دی.

د بنګله دېش ټوله لوبډله په ۳۹م اوور کې په ۱۹۳ منډو وسوځېده. وېکټ ساتونکي او توپ وهونکی مشفق الرحیم ۶۴ منډې وکړې.

د پاکستان توپ اچوونکو له خوا حارث رؤف ۴، نسیم شاه ۳، شاهین شاه افریدی، فهیم اشرف او افتخار احمد یوه، یوه ویکټه واخیسته.

د سوپر فور پړاو په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش د پاکستان پر وړاندې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، خو دا پیل د بنګله دېش لپاره ښه ثابت نه شو، او د نسیم شاه په توپ فخر زمان د مهدي حسن میر کیچ واخیست.

بنګله دیش ته دوه یم زیان د پنځم اوور په څلورم بال هغه مهال واوښت چې بنګله دیشۍ توپ وهونکی لیټن داس د ۱۶ منډو په کولو سره د شاهین له خوا وسوځېد.

تر دې وړاندې د لاهور په قذافي سټيډيم کې د ټاس نه وروستو د بنګله دېش کرکټ ټيم کپتان شکيب الحسن وويل که چرې مونږ زياتې منډې وکړو نو دا به په مخالفه لوبډله فشار راولي.

پر دغه مهال د پاکستان کرکټ لوبدلې لوبډلمشر بابر اعظم وويل مونږ به اول توپوهنه کړې وه. تېره شپه مو وليدل چې حالاتو تيز بالرانو سره مرسته کړې ده، مونږ به کوشش وکړو چې لوبه وګټو.