د اسیا کپ سوپر فور پړاو ښايي له کولمبو څخه بل چېرته ولېږدول شي
په سریلانکا کې د سختو بارانونو له امله د ۲۰۲۳ کال اسیا جام سوپر فور پړاو لوبې له کولمبو څخه لیږدول کیږي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په سریلانکا کې له تېرو څو ورځو راهیسې سخت باران روان دی، چې له امله یې د اسیا جام سیالۍ هم اغېزمنې شوې دي.
د پاکستان او هند ترمنځ لوبه پرون په پالي کې ترسره شوه، چې د سخت باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده.
د ټورنامنټ د سوپر فور مرحلې لوبې په کولمبو کې روانې دي، خو د باراني موسم له امله په دامبولا، پالي کلی او کولمبو له تېرو پنځو ورځو راهیسې سخت باران روان دی او د هوا پېژندونکو اټکل کړی دی چې ښايي نور بارانونه هم و اوري.
داسې تمه کېده چې لږ تر لږه په کولمبو کې به باران ودریږي او د سیالیو لپاره به شرایط مناسب وي، خو د لنکن په پلازمینه کې سخت باران اوس د اسیا د کرکټ شورا دې ته اړ کړی چې په خپله پریکړه له سره غور وکړي.
په کولمبو کې د اسیا جام سیالیو لومړۍ لوبه به د سپټمبر په نهمه ترسره شي او ACC په ښار کې د هوا د وضعیت په اړه اندیښنه لري. د هندي رسنیو په وینا، تمه ده چې ACC به په یوه یا دوو ورځو کې د سیالیو د لیږد په اړه پریکړه وکړي.