سنبله 13, 1402 12:16 Asia/Kabul
  • اسيا کپ: د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډله له کولمبو څخه لاهور ته ورسېده

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام په سیالیو کې له هند سره تر لوبې وروسته له کولمبو څخه په یوه چارټرډ الوتکه کې لاهور ته ورسېده.

د پاکستان د ملي لوبډلې لوبغاړي به نن ارام وکړي او بیا به د سه شنبې په ورځ د LCCA په میدان کې تمرینات وکړي.

ياده دې وي چې پاکستان لومړنۍ لوبډله ده چې سوپر فور ته کوالیفائی کوي، تر دې وړاندې پاکستاني کرکټران له کنډي څخه کولمبو ته په بس کې رسېدلي وو.

د پاکستان لوبډله به د چهارشنبې په ورځ د افغانستان یا بنګله دېش سره د سوپر فور پړاو لوبه ترسره کړي، که پاکستان سوپر فور ته لاره پیدا کړي نو الف اعلانیږي.

که په بنګله دېش یا افغانستان کې هر یو کوالیفای وکړي نو بیا به B2 اعلان شي. ياده دې وي چې د شنبې په ورځ په کنډي کې د پاکستان او هند ترمينځ لوبه روانه وه چې د پرله پسې باران له امله لغوه شوه.

د هند خلاف لوبه کې د پاکستان درې تېز بالرانو د هند لپاره ۱۰ وېکټې واخیستې چې د اسیا جام په تاریخ کې یو ریکارډ دی.