سنبله 13, 1402 12:08 Asia/Kabul
  • اسیا جام: بنګله دېش له افغانستان څخه د ۸۹ منډو په توپیر لوبه وګټله

د بنګله دېش د ۳۳۵ منډو هدف په تعقیب کې د افغانستان لوبډله په ۲۴۵ منډو وسوځېده، چې ابراهیم ځدراڼ ۷۵ او کپتان حشمت الله ۵۱ منډې وکړې.

بنګله دیش د اسیا جام د یو ورځنیو سیالیو په بی ګروپ کې افغانستان ته په ۸۹ منډو ماتې ورکړه.

د بنګله دېش د ۳۳۵ منډو هدف په تعقیب کې د افغانستان لوبډله په ۲۴۵ منډو وسوځېده، چې ابراهیم ځدراڼ ۷۵ او کپتان حشمت الله ۵۱ منډې وکړې.

بنګله دېش په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۳۳۴ منډې جوړې کړې، مهدي حسن ۱۱۲ منډې او نجمل حسین ۱۰۴ منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش محمد نعیم ۲۸ منډې وکړې او د مجیب الرحمن له خوا بولډ شو او توحید د ګلبدین نایب له خوا پرته له کومې منډې اوټ شو. د ۲ لوبغاړو له سوځېدو وروسته مهدي حسن او نجمل حسین مسوولانه توپ وهنه وکړه او سلیزې یې جوړې کړې، مهدي حسن ۱۱۲ او نجمل حسین ۱۰۴ منډې جوړې کړې.

د اسیا جام دغه لوبه د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره شوه، چې پچه یې بنګله دېش وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.