اسيا کپ: بومرا ناڅاپه لوبډله پرېښوده او هند ته ولاړ
د هند کرېکټ ملي لوبډلې د تېز توپ اچوونکي جسپریت بومراه ناڅاپه له لوبډلې پرېښودو او خپل هېواد ته د ستنېدو لامل روښانه شو.
د یکشنبې په ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې بومرا په سریلانکا کې د هند لوبډله پریښوده او سمدلاسه هند ته لاړ او لامل یې هم نه و ښودل شوی.
اوس د دوشنبې په سهار، جسپریت بومراه د مایکرو بلاګینګ ویب پاڼې ایکس کې خبر ورکړی چې د هغه خپل لومړی زوی زیږیدلی.
د هند کرېکټ لوبغاړي وايي چې د دوشنبې په سهار یې زوی پیدا شوی چې نوم یې انګد جسپریت بومرا دی.
جسپریت بومرا ته د زوی د زیږیدو له امله د هغه د مینه والو لخوا مبارکي ویل کیږي. د یادولو وړ ده چې د هندوستان تیز بالر جسپریت بومرا او سنجانا ګنیسن د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې واده وکړ.
د دوشنبې په ورځ په اسیا جام کې به د نیپال او هندوستان لوبډلې د لومړي ځل لپاره په نړیوال کرکټ کې له یو بل سره مخامخ کیږي چې بومرا به پکې ګډون نه کوي.