سنبله 12, 1402 10:43 Asia/Kabul
  • د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي: موږ ننۍ لوبې ته پوره چمتووالی لرو

د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي پرون شنبه په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وویل لوبډله یې دې سیالۍ ته چمتو ده او دا چې دواړه ښې لوبډلې سره مخامخ دي.

هغه زیاته کړه، که څه هم افغان لوبډله په توپ اچونه کې پیاوړې ده خو لوبډلې یې په توپوهنه هم کار کړی او له بنګله دېش سره د "ښې لوبې تمه کیدای شي".

سږکال د اسیايي جام سیالۍ یو ورځنۍ دي او ټولټال شپږ لوبډلې پکې برخه لري.

هند، پاکستان او نیپال په (الف) او افغانستان، بنګله دېش، او شري لنکا په (ب) ګروپ کې لوبېږي.

تېره ورځ د هند او پاکستان ترمنځ لوبه وه، چې د باران له کبله بې پایلې پاتې شوه او واړو لوبډلیو یو یو نمره واخیسته.

پاکستان چې خپله لومړی لوبه یې له نیپال په لوی توپیر ګټلې وه، په دې توګه لومړنۍ لوبډله شوه چې نیمه پایلوبو وځي.

بنګله دېش به په اسیايي جام کې د پاتې کېدو لپاره پوره هڅه کوي چې له افغانستانه لوبه وګتي او خپلې هیلې ورسره ژوندۍ وساتي.

خو که دغه هېواد له افغانستانه هم ماته وخوري نو د اسیايي جام له سږنیو سیالیو سره به خدای پاماني کوي او افغانستان به نیمه پایلوبو ته رسېږي.

په ۲۰۲۳ اسیايي جام کې د افغانستان بله لوبه راتلونکې سې‌شنبه په همدغه قذافي سټډیم کې د شري لنکا خلاف ده.‌