سنبله 12, 1402 10:30 Asia/Kabul
  • افغان لوبډل نن له بنګله‌دېش سره مخ کېږي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د کرېکټ اسیايي جام په سیالیو کې له بنګله دېش سره لوبه لري.

دا لوبه د پاکستان په لاهور ښار کې تر سره کېږي.

ټاکل شوې چې نن د دغه جام یوه مهمه سیالي هم تر سره شي چې هند به له پاکستان سره په کې مخ شي.

ډېری شنونکي پر دې باور دي چې دا لوبه به سخته وي، ځکه په اسیایي لوبډلو کې هند او پاکستان ته د ډېرو پیاوړو لوبډلو په سترګه کتل کېږي.

د ۲۰۲۳م‌کال اسیایي جام لوبې د سریلانکا او پاکستان په کوربتوب د اګېست پر ۳۰مه پیل شوې چې د سپټمبر پر ۱۷مه به پایته ورسېږي.