سنبله 11, 1402 19:24 Asia/Kabul
  • هندوستان، پاکستان ته د ګټې له پاره د ۲۶۷ منډو هدف وټاکه

د لوبې پچه هندوستان وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې و کړه. هندوستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو دوه سوه شپږشپېته منډې وکړې.د هندوستان په لوبغاړو کې کیشیا او هارتیک پانډیا ښه وځلېدل او په ترتيب سره يې دوه اتیا او اووه اتیا منډې وکړې.

ویرات کولي او روهیت شرما دواړه د شاهین افریدي له لوري و سوځول شول. دغه لوبه د په سریلانکا کې د دغو دوه سیالو هېوادونو د ملي لوبډلو له خوا پیل شوې ده. دا په دې سیالیو کې د هند لومړۍ لوبه ده خو د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ لوبه له نیپال سره وکړه او دغې لوبډلې ته یې د دوه سوه اته دېرش منډو په توپير ماتې ورکړه.دغه سيالۍ د اسيا د شپږو غوره لوبډلو په ګډون ترسره کيږي چې پکې هند، پاکستان، سريلانکا، بنګله دېش، افغانستان او نيپال شامل دي.د افغانستان د