سنبله 11, 1402 17:51 Asia/Kabul
  • د پاکستان هاکي لوبډلې عمان ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته يې لار ومونده

د پاکستان د هاکي لوبډلې عمان ته په ماتې ورکولو سره د اسیا جام پنځه اړخیز لوبو پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

د عمان په سلاله ښار کې د اسيا جام روان پنځه اړخيز سيالۍ خپل وروستي پړاو ته رسېدلي دي، چې نن په لومړۍ نيمه پايلوبه کې پاکستان عمان ته د درې په مقابل کې په ۷ ګولونو ماتې ورکولو سره د دې سياليو د پايلوبې د لوبولو وياړ ترلاسه کړ.

د پاکستان ملي لوبډلې تر اوسه په دې سیالیو کې ماتې  نه ده خوړلې.

پاکستان هم د پینځه اړخیز ورلډکپ لپاره کوالیفائی کړی ده په کومه چې د پاکستان هاکي فدراسیون مشر او سکرتر لوبغاړو او د لوبډلې انتظاميې ته مبارکي ورکړې ده.

د پاکستان لوبډلمشر رانا عبدالوحید د ۲۱ ګولونو په وهلو سره د سیالیو تر ټولو زيات ګول وهونکی دی. د ۱۹۹۴ نړیوال جام د سرو زرو مډال ګټونکی اولمپیک وسیم فیروز د مشر روزونکي په توګله لوبډلې سره دی.