سنبله 08, 1402 18:11 Asia/Kabul
  • د هند لوبډلې ته ګوزار: کی ایل راهول د اسیا جام په لومړیو دوو لوبو کې نشته

د هندي رسنیو د راپور له مخې د هند لوبډلې توپ وهونکی کی ایل راهول د اسیا جام له لومړیو ۲ سیالیو بهر شوی دی.

د اسیا جام له پیل یوه ورځ مخکې د هند لوبډلې ته سخت خبر دا دی چې د دغې لوبډلې پیاوړی توپوهونکی کی ایل راهول به په لومړیو دوه لوبو کې و نه لوبیږي.

کی ایل راهول د لوبډلې له نورو لوبغاړو سره په کنډیشن کمپ کې برخه اخلي خو سل په سلو کې فټنس ثابت نه کړای شو، ایل راهول به له لوبډلې سره سریلانکا ته ولاړ شي.

کی ایل راهول د لوبډلې له نورو لوبغاړو سره په کنډیشن کمپ کې برخه اخلي خو سل په سلو کې یې فټنس ثابت نه شو. نوموړی به له لوبډلې سره سریلانکا ته ولاړ شي.

د يادونې وړ ده، چې د اسيا جام سياليو لومړۍ لوبه نن د پاکستان او نیپال تر منځ ترسره کېږي، په داسې حال کې چې د سپټمبر په دوه يمه نېټه به د پاکستان او هندوستان ترمنځ لوبه ترسره شي.