بابر اعظم لومړنی توپ وهونکی شو چې په یو ورځنیو لوبو کې یې تر ټولو چټکې ۱۹ سلیزې ووهلې
سنبله 08, 1402 18:04 Asia/Kabul
بابر اعظم په ملتان کې د روان اسیا جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې د نیپال پر وړاندې د سلیزې په وهلو سره دغه ویاړ ترلاسه کړی.
د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان بابر اعظم په ملتان کې د اسیا جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې د نیپال پر وړاندې سلیزه ووهله، چې له دې سره یې د سلیزو ټولټال شمېر ۱۹ ته ورسېد.
بابر اعظم د نیپال پر وړاندې د سلیزې له وهلو وروسته لومړی توپ وهونکی شو چې په یو ورځنیو لوبو کې یې تر ټولو چټکې ۱۹ سلیزې وهلي او د سویلي افریقا د مشهور توپ وهونکي هاشم املا ریکارډ یې مات کړ.
د یادولو وړ ده چې هاشم املا په یو ورځنیو لوبو کې په ۱۰۴ پاڼیو کې ۱۹ سلیزې وهلي دي.
د دې تر څنګ بابر اعظم د پاکستان لپاره تر ټولو زیاتې سلیزې جوړونکی دویم توپ وهونکی هم شو، د ملي لوبډلې پخواني توپ وهونکي سعید انور په یو ورځني کرکټ کې شل سلیزې وهلي دي.